د بغلان ولایت برکې ولسوالۍ ته د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس سفر
د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو ته د خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي د ارزونې په موخه، د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم ملا احسان الله عابد د ياد ولايت برکې ولسوالۍ ته سفر وکړ، هلته یې یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی د کور په کور سروې له بهیر څخه له نږدې ارزونه وکړه، څو واقعي مستحق کسان په سمه توګه وپېژندل شي، هغه اړوند کارکوونکو ته د چارو د لاښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
د یادونې وړ ده چې د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس تر دې وړاندې د یاد ولایت خنجان ولسوالۍ ته هم سفر کړی وو.
