د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۱۷ - ۱۰:۲۶

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د لغمان ولایت د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ملاتړ په موخه د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې سره د (۳۷۰) زره او (۹۲۱) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ، د دې هوکړه‌لیک له مخې به، په لغمان ولایت کې د شهیدانو له کورنیو، معلولینو او همداراز زیانمن شویو ځوانانو له ډلې څخه (۱۰۵۰) تنو ته د مسلکي استادانو له لوري په بېلابېلو برخو کې مسلکي زده‌کړې ورکړل شي. په دې برخو کې د خیاطۍ، ګلدوزۍ، د سبزیجاتو کرنې، موبایل ترمیم، د لبنیاتو تولید، د برېښنایي وسایلو ترمیم او نورې اړوندې حرفې شاملې دي، ترڅو یاد کسان له اقتصادي پلوه په ځان بسیا شي.

همداراز د دغو پروګرامونو فارغانو ته به د فراغت وروسته د خپلې اړوندې حرفې د کار د پیل لپاره لازم وسایل او امکانات هم برابر شي، تر څو وکولای شي خپل شخصي کاروبار ته دوام ورکړي.

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د بهرنیو اړیکو، پلان او تقنین چارو رئيس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د ټولنې پياوړتیا (SEO) مؤسسې رئيس محترم محمد عاطف صبوری ترمنځ لاسلیک شو، د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږې د لسو میاشتو په موده کې تطبیق شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۱:۶
Background image

په کنړ ولایت کې (۲۲) مستحقو کورنیو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ځان‌ بسیاینې او د هغوی د اقتصادي وضعیت د ښه والي په موخه، د نصیر خیریه بنسټ په مالي همکارۍ پر (۲۲) مستحقو کورنیو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۶ - ۱۰:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د اهمیت او تطبیق په هکله د پوهاوي پروګرام ترسره شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د امربالمعروف او نهي عن المنکر قانون د پلي کیدو د اهمیت په هکله په جوړ شوي پروګرام کې د مسلکي او تخنیکي چارو مرستیال محترم. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۸:۴۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ښه ملاتړ، د هغوی اقتصادي اړتیاوو ته د ښې رسیدګي په موخه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د کابل ښار اړوند د (۴۰. . .

BACK TO NEWS