د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

asad_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۸ - ۱۲:۲۵

د چارو د لاښه والي په موخه، د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، په یاده غونډه کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم قاري عبدالکریم حلیمي د اداري نظم پر اهمیت، د بېلابېلو څانګو ترمنځ د لازمې همغږۍ د رامنځته کولو، د شهیدانو ورثه وو او معلولینو چارو ته د ښې رسیدګۍ په اړه خبرې وکړې او له ټولو کارکوونکو یې وغوښتل چې ورسپارل شوې دندې په بشپړې ژمنتیا او همغږۍ سره ترسره کړي.

همداراز په دې غونډه کې د مراجعینو سره د ښه سلوک او د کارونو د چټکتیا په برخه کې کارکونکوته لازمې سپارښتنې وشوې.

د غونډې په پای کې د اړوندو برخو ترمنځ د دوامدارې همکارۍ په هکله ټینګار وشو او د کارکوونکو د صادقانه هڅو قدرداني وشوه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS