په بلخ ولایت کې څه باندې څلور (۴) میلیونه افغانۍ پر مستحقو کسانو ووېشل شوې

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۱۷

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې په همکارۍ (۴) میلیونه او (۳۰) زره افغانۍ د شهیدانو او معلولینو پر (۱۰۰) مستحقو کورنیو باندې ووېشلې، چې هر کورنۍ ته په ترتیب (۴۰) زره او (۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه ورکړل شوې.

 د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست مسؤلینو د اسلامي رفاه خیریه مؤسسې له مرستو او همکارۍ مننه وکړه او هیله یې وښوده چې په راتلونکي کې هم د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره شي، ترڅو د هغوی پر وړاندې شته ستونزو ته په ښه توګه رسیدګي وشي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۳
Background image

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له کړنو او اجراآتو څخه بررسي ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او د شهیدانو کورنیو او معلولینو ته د شفافو او غوره خدمتونو وړاندې کولو په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي بلخ ولایت ته سفر وکړ،. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۲۱
Background image

په کاپیسا ولایت کې د فني او حرفوي زده کړو د ښوونکو لپاره زده کړه ئيز ورکشاپ پیل شو

د کاپيسا ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د افغان ځوانانو لپاره د روغتيايي او تعليمي مؤسسې سره همغږۍ د شهیدانو کورنیو او معلولینو لپاره د فني او حرفوي زده کړو د ښوونې په موخه د (۶. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۳ - ۹:۱۷
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې شپږ ډوله بېلابېل خوراکي توکي، (۱. . .

BACK TO NEWS