د سپینې امساء یا د نابینایانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

mmd_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲۳ - ۱۲:۱۰
۱

د سپینې امساء یا د نابینایانو نړیواله ورځ ونمانځل شوه

سه شنبه د تلې ۲۳

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د (اکتوبر ۱۵ سپینه امساء) د نابینایانو نړیواله ورځ په اجراییه ریاست کې لوړ پوړو دولتي چارواکو روښان زړو وګړو (نابینایانو) معلولینو، ځوانانو، فرهنګیانو او د معلولیت لرونکو وګړو د ملاتړو بنسټونو استازو په شتون کې ونمانځله.
په پیل کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي ټولو روښان زړو وګړو (نابینایانو) ته د نابینایانو د نړیوالې ورځې مبارکي وویله، زیاته یې کړه: د خوښۍ او نېکمرغۍ ځای دی، چې دا ځل دغه ورځ په افغانستان کې نمانځل کېږي او د معلولیت لرونکو وګړو پر ننګونو او مسولیتونو د خبرو اترو سربېره پکې ټول مسوولین او عام خلک د دې قشر لا ډېر درنښت ته متوجه کېږي.
ښاغلي آریوبي وویل، چې زموږ وزارت د معلولیت لرونکو وکړو د تعلیمي کچې، لوړو زده کړو او اقتصادي پیاوړتیا په موخه له څو وزارتونو، خپلواکو ادارو، خصوصي پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو او نورو مختلفو بنسټونو سره د همکارۍ دوه اړخیر هوکړه لیکونه لاسلیک کړي دي، چې له مخې به یې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو ته خپل حقوق په سمه توګه ورسېږي.
د غونډې پر مهال د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو د ملي ادارې مرستیال، د عامې روغتیا وزارت مرستیالې، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار او د معلولیت لرونکو وګړو ملاتړو بنسټونو استازو په خپلو خبرو کې د نابینایانو پر وړاندې د شته ننکونو پر له منځه وړلو او دوی ته د اسانتیاوو برابرولو او د راتلونکي لپاره د ښو پلانونو او ستراتېژیو پر جوړولو خبرې وکړې او ژمنه یې وکړه، چې د دې روښان زړو قشر ټولو ستونزو او ننګونو له منځه وړلو په موخه به ټولو برخو په ځانکړې توګه د برېل لیک مطبعې رامنځته کولو، زده کړو، اقتصادي پیاوړتیا، ځان بسیاینې او سیاسي او ټولنیز مشارکت لپاره اغېزناک پروګرامونه جوړ شي.
د هېواد اجراییه رییس جلالتمآب داکتر عبدالله عبدالله نابینایان د ټولنې ډېر اغېزناک وګړي وګڼل زیاته یې کړه: د دې قشر په وجود کې یو خارق العاده زړورتیا او وړتیا نغښتې ده، تر کومه چې کولای شو په ټولنه کې د دوی نقش ته په پام باید د هېواد په ټولو مسایلو کې برخه ورکړو، تر څو د خپل روښانه ضمیر په وسیله ټولنه کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.
موسیقي، ترانې او د اشارې ژبې خبرې اترې د غونډې بله مهمه برخه وه، چې د نابینایانو له لوري ترسره شوه.
غونډه د یو ستر انځوریز نندارتون په ترسره کېدو پای ته ورسېده.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS