بادغیس کې د پسونو او خوراکي توکو مرسته وشوه

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۱۷ - ۹:۵۹
1

بادغیس کې د پسونو او خوراکي توکو مرسته وشوه

د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت نن چهار شنبه د تلې میاشتې په ۱۷ نېټه د کمک موسسې په همکارۍ د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وکړو له نهو کورنیو سره د خوراکي توکو او یو شمېر پسونو مرسته وکړه.

د دې مرستو ټولیزه بیه سل زره افغانۍ وه، چې د یاد آمریت د آمر ښاغلي بسم الله مهجور له لوري پر مستحقو کورنیو ووېشل شوې.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت زمن دی چې د خپلو همکارو مرستندویه موسسو په همکارۍ په ټول هېواد کې معلولیت لرونکو وګړو او د شهیدانو وارثینو سره مختلفې مرستې ترسره کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۱۴:۴۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند له لوري د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یوه محراب جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند له لوري د بامیان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یوه محراب جومات د بنسټ ډبره. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۳۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند بامیان ولایت ته سفر وکړ

د شهیدانو او معلولینو چارو وزير محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند چې ‌د دعوت او ارشاد رئيس محترم مفتي عبدالاحد مسعود يې ملتيا کوله، بامیان ولایت ته یې سفر وکړ، هلته یې د بامیان ولایت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۱/۳۰ - ۹:۲۸
Background image

د کابل ولايت پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې وېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه، د احساس مرستندویه مؤسسې په همکارۍ، پر (۴۳۵) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې او هر مستحق. . .

BACK TO NEWS