په خوست ولایت کې د شهيدانو او معلولينو پر (۴۰۰) کورنیو باندې د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د شهيدانو او معلولينو پر (۴۰۰) کورنيو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په منظم او عادلانه ډول ووېشل.
هغو کورنيو چې مرستې ترلاسه کړې وې د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست څخه یې خوښي وښوده او هیله یې څرګنده کړه چې دوی سره لازیاتې مرستې ترسره شي.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د خوست ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د خیریه مؤسسو سره په همغږۍ د یتیمانو، کونډو او معلولینو سره ورته مرستې ترسره شوې دي.