د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مالی او اداری مرستیال د دغه وزارت له کاري څانګو څخه لیدنه وکړه.

mmd_admin
چهارشنبه ۱۳۹۸/۷/۳ - ۱۰:۳۶
1

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مالی او اداری مرستیال د دغه وزارت له کاري څانګو څخه لیدنه وکړه.

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت مالی او اداری مرستیال ښاغلی دل آقا " صوفی زاده " د وزارت د بېلابېلو کاري برخو او پخلنځي څخه لیدنه وکړه.

ښاغلي " صوفی زاده " د وزارت کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې په خپلو کارونو کې پابند واوسي او د ادارې ټول مقررات په ځان تطبیق کړي .

نوموړي د مراجعینو له کارونو هم څارنه وکړه تر څو په ښه توګه  ترسره شې او ترڅنګ ېې د شهیدانو د کورنیو له غړو او معلولیت لرونکو وګړو څخه هیله وکړه چې په سړه سینه خپلو کارونو ته صبر وکړي  تر څو دندې په سپېڅلې ډوول پر مخ لاړې شې او ډاډ یې ورکړ چې کارونه به مو بغیر له کوم  ځنډ او خنډ ترسره شې .

په دې وروستیو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت  ښه او وړیا تخنیکی امکانات په خلاصه فضا کې خپلو مراجعینو ته برابر کړيدي .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS