د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د پلي کیدو بهیر د ارزونې په موخه غونډه ترسره شوه

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۹:۲۴

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د لاښه پلي کیدو په موخه، د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کې د دفتر رئیس محترم مولوي شاه محمد دوست، د کارکوونکو د چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د جومات امام محترم حافظ محمد اقبال او د جومات مدرس محترم مولوي علي احمد ګډون کړی وو.

د دې غونډې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د امر بالمعروف او نهي عن المنکر  قانون د تطبیق بهیر په هر اړخیزه توګه وارزول شو، همدارنګه په بشپړ او اغېزمن ډول د دې قانون د عملي کېدو په هکله هم ټینګار وشو.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۹:۱۹
Background image

په کابل کې له یوه اړمن یتیم سره د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د مسافر وړونکې ریکشا مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مستحقو یتیمانو د ملاتړ په موخه، د بشري مرستو د خیریه مؤسسې په همکارۍ، د کابل ښار د دولسمې ناحیې اوسېدونکي سبحان‌الله ته د (۲۸۷۰) ډالرو په ارزښت د یوې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

د هلمند ولایت پر (١٠) تنو مستحقینو باندې زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي میر احمد منیر په مشرۍ په یاد رياست کې اداري غونډه ترسره شوه چې پکې د رياست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم. . .

BACK TO NEWS