په بغلان ولايت کې پر (۳۸۰) مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۲:۱۴
mmd

د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت اړوند د شهيدانو او معلولينو پر (۳۸۰) مستحقو کورنيو باندې اته (۸) ډوله خوراکي توکي په منظم او عادلانه ډول ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د بغلان ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس د یادې مؤسسې له مرستو مننه او قدرداني وکړه او د دې اړمن قشر لپاره یې د لازياتو مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

په ورته وخت کې هغو مستحقو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې، د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له مرستو یې خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې هم د ورته مرستو غوښتنه وکړه.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS