په ننګرهار ولایت کې د یتیمانو پر (۵۵۰) کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۲/۲۲ - ۹:۵۶
mmd

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په روژې مبارکه میاشت کې د مستحقو کسانو د لاسنيوي په موخه د لیف خیریه مؤسسې په همغږۍ د یتیمانو پر (۵۵۰) مستحقو کورنيو باندې یوولس (۱۱) ډوله خوراکي او غیر خوراکي توکي ووېشل.

د یادو مرستو د‌ وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک کونډو او یتیمانو ته د خیریه مؤسسو څخه د مرستو د جلب ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه:" موږ  د دې اړمن او بیوزله قشر د خدمت په موخه ګمارل شوي یو او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو او همداراز هغوی ته د خیریه بنسټونو د مرستو په جلب کې خپلې هر اړخیزې هڅې به جاري وساتو تر څو د دې اړمنو خلکو لاسنیوی وشي."

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS