د غزنی ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه،

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۵ - ۹:۲۴

 د چارو د ښه سمون او یتیمانو،کونډو او معلولینو ته د ښو او مؤثرو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوی محمدانور (برادر)په مشرۍپه یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه،چي په هغه کي دریاست ټولوکارکونکو ګډون کړی وو،

یاده غونډه لومړی دقرآن کریم په مبارکوایاتونو سره پېل شوه وروسته محترم مولوي برادر دریاست اړوندټولوکارکونکو ته

دمراجعینولپاره د غوره خدمتونو وړاندې کولو او کاري پلان سره سم د ورسپارل شويو چارو د ترسره کولو په هکله تفصیلي خبرې وکړې.

همداراز د یتیمانو، کونډو او معلولینو د بایومټریک پروسې د چټکولو  او د مراجعینو سره د ښه سلوک او مناسبې رویې په هکله هم کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وشوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS