په ننګرهار ولایت کی (٥٠٠) تنو مستحقو بیوزله یتیمانو او معلولینو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۶ - ۹:۵۲
mmd

د ننګرهار ولایت د یتیمانو د ملاتړ او خوندیتوب په موخه، د افغانستان لپاره د إنارة خیریه مؤسسې سره په همغږۍ د ننګرهار ولایت اړوند شیرزادو ولسوالی پر  (٥٠٠) تنو مستحقو  معلولینو یتیمانو او بیوزله ماشومانو باندې ژمنې مرستې چې په هغه کې د ماشومانو البسه او کمپلې شاملې وې، په شفاف او منظم ډول ووېشلې.

د یادو مرستو د ويش په مهال   د  ننګرهار ولایت شهیدانو او معلولینو چارو  ریس محمد صابر ځواک د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست ریس حاجی فیض الله جواد او د یادی مؤسسې د مسؤلينو په شتون کې پر مستحقو کسانو باندې ووېشل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS