د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یو شمېر یتیم ماشومانو او کونډو لپاره د سرپنا جوړولو په موخه د(HHRD) خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک کړ

asad_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۵ - ۱۲:۴۵

د همکارۍ دغه هوکړه لیک د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، پالیسۍ او بهرنېو اړیکو رئیس محترم ملا صدوخان حق شناس او د (HHRD) خیریه مؤسسې سوپروایزر محترم عبیدالله احمدي ترمنځ لاسلیک شو، چې د هغه پر اساس به (۲۹) تنو یتیمانو او کونډو لپاره په کابل او ننګرهار ولایتونو کې مناسب کورونه جوړ شي.

 د دې پروژې د تطبیق مجموعي لګښت (۱۷۵۰۰۰) امریکایي ډالره دی چې د کابل ولایت اړوند ده سبز ولسوالۍ او همداراز د دې ښار په اتمې، نهمې، دولسمې او د ننګرهار ولایت د بټي کوټ په ولسوالۍ کې به د درېيو میاشتو په موده کې پلي شي.

د یادونې وړ ده چې د دې هوکړه لیک له مخې به، د هر مستحق لپاره یو کور چې دوه  خونې، همداراز یو دهلیز، یو تشناب او پخلنځی ولري په معیاري ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS