د تخار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د مالي او اداري چارو نوی عمومي مدیر کارکوونکو ته معرفي او په کار یې پېل وکړ

asad_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۳:۲

په هغه غونډه کې چې د تخار ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي عبدالغفور غفوري په مشرۍ جوړه شوې وه، د یاد ریاست اړوند کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي عبدالغفور غفوري د ياد رياست د مخکیني مدير د رښتیني خدمتونو او صادقانه هلو ځلو څخه د مننې ترڅنګ، د شهیدانو او معلولینو چارو رياست لپاره یې نوی د مالي او اداري چارو عمومي مدیر کارکوونکو ته معرفي او نوموړي ته یې د چارو په ترسره کولو کې د بریالیتوب هيله څرګنده کړه.

په ورته وخت کې د مالي او اداري چارو لپاره نوي ګمارل شوي مدیر هم ژمنه وکړه چې خپل ورسپارل شوي مسؤلیتونه به، په ښه توګه ترسره، د غوره او معیاري خدمتونو وړاندي کولو په برخه کې به پوره هلې ځلې وکړي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS