په بامیانو ولايت کې (۹۵) مستحقو کورنېو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۵ - ۱۴:۳۲
mmd

د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په دې ولايت کې د احساس خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۹۵) د شهیدانو کورنېو باندې مرستې ووېشلې چې هرې کورنې ته د (۵۰۰۰) افغانېو په ارزښت د سوند توکي او همداراز څلور کمپلې او البسه ورکړل شوې.

د یادو مرستو د وېش پر مهال د بامیانو ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس محترم شاه ولي احمدي د یتیمانو او معلولینو د حقوقو د تامینولو او د‌ هغوی د لاسنيوی په ارزښت خبرې وکړې او د یادې مؤسسې له مرستو څخه یې مننه وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS