د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست (۳۴) تنو یتیمانو او معلولینو ته د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه د حرفوي زده کړو روزنیز پروګرام پېل کړ

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۸ - ۷:۵۹
mmd

د حرفوي زده کړو شپږ میاشتنې روزنیز پروګرام د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست سره په همغږۍ په لاره اچول شوی چې په دې پروګرام کې به (۳۴) تنو یتیمانو او معلولینو ته په دوو حرفو ( د مبایل ترمیم او خیاطۍ) زده کړې ورکړل شي.

د دې روزنیز پروګرام د پرانیستې پر مهال د زابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا عبدالحکیم دانش،  د اچ، اچ، آر، ډي خیریه مؤسسې مسؤل محترم شاکرالله امین او د دې ریاست اړوند کارکوونکو ګډون درلود.

محترم ملا عبدالحکیم دانش د حرفوي پروګرامونو په لاره اچول په هېواد کې د فقر او بیکارۍ د کچې په را ټیټولو کې خورا مهم وباله او ټینګار یې وکړ چې د دې ډول پروګرامونو جوړولو ته باید لومړیتوب ورکړل شي.

په ورته وخت کې د یادې خیریه مؤسسې مسؤل په دې ریاست کې د حرفوي پروګرامونو په لاره اچول یوه امتحاني دوره وګڼله او ډاډ یې ورکړ چې په دویم پړاو کې به زیاتو یتیمانو او معلولینو ته د حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۲
Background image

په نیمروز ولایت کې پر سلګونو تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د نیمروز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت مرکز او ولسوالیو اړوند پر (۹۱۵) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۲۱
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د نقلیه وسایطو د اړتیا وړ د (۴۵) قلمه فلترباب او روغنیاتو د چمتو کولو په موخه، د آفر پرانیستنې غونډه د مالي او حسابي چارو رئیس محترم مولوي محمد امین. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۰ - ۱۰:۱۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې د آفر پرانیستنې غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړتیا وړ د پخلنځي د (۴۶) ډوله تنظیفاتي او نورو اړینو توکو د چمتو کولو په موخه د آفر پرانیستنې غونډه د تدارکاتو په آمریت کې ترسره شوه چې په هغه کې د. . .

BACK TO NEWS