د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت کې پر (۲۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې خوراکي توکي وویشل شول

nasrat_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۱۲:۱۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په دې وزارت کې پر (۲۵۰) تنو یتیم زده کوونکو باندې خوراکي او غیر خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، وریجې، لوبیا، غوړي، بوره، مالګه او همداراز نارینه او ښځینه ټوکر شامل وو، وویشل.

په ورته وخت کې هر یتیم ته (۳۰۰) افغانۍ د نغدي مرستې په توګه هم ورکړل شوې.

د یادولو وړ دی چې د یادو مرستو د وېش پر مهال د شهيدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناء الله فرقاني او د یادې مؤسسې ځینو مسؤلينو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS