په پکتيا ولايت کې اته سوه (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي وویشل شول

د پکتيا ولايت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست د یوه خیریه بنسټ سره په همغږۍ پر (۸۰۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبیا، وريجې، نخود او بوره شامل وو، وويشل.
د پکتيا ولايت دشهيدانو او معلولينو چارو رياست په پام کې لري چې د خیریه بنسټونو او مؤسسو په همکارۍ د روژې په مبارکې میاشت کې دې اړمن قشر ته د مرستو لړۍ جاري وساتي.