په پکتیکا ولایت کې یو سل او پنځوس (١٥٠) تنو معلولیت لرونکو وګړو ویلچرونه ترلاسه کړل

nasrat_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۱۲ - ۱۰:۴۳
mmd

په پکتیکا ولایت کې د یوې خیریه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په همغږۍ پر (١٥٠) تنو معلولینو باندې ویلچرونه وویشل شول او په ورته وخت کې هر معلول ته زر (۱۰۰۰) افغانۍ هم ورکړل شوې.

د ویلچرونو د ویش پر مهال د پکتیکا ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس مولوي محمد انور برادر د یتیمانو، کونډو او معلولینو خدمت کول یو اخلاقي او ایماني مسؤلیت وباله او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له رهبرۍ او د خیریه مؤسسې له مسؤلینو څخه یې د مننې تر څنګ ژمنه وکړه چې دې مظلوم قشر ته به د مرستو په راجلبولو کې خپلې هڅې جاري وساتي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۵۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او افغانستان د سره بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، افغانستان  سره د بشري همکارۍ (HHOA) مؤسسې سره د (۷) لکه، (۹۵) زره او (۶۲۱) ډالرو په. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۶
Background image

د غزني ولایت پر (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د غزني ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه خیریه بنسټ په همکارۍ د قره باغ، ګیرو، آب بند او مقر ولسواليو اړوند پر (۷۰۰) مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې مرستې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۰:۴۴
Background image

په بغلان ولایت کې پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوه ملي تجار په همکارۍ د یتیمانو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه، پر (۶۲) تنو مستحقو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې، چې هر مستحق. . .

BACK TO NEWS