په ننګرهار ولایت کې اوه سوه (٧٠٠) د کونډو یتیمانو، معلولینو او بیوزله کورنېو د خوراکي توکو مرستې ترلاسه کړې

nasrat_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۹ - ۱۴:۱۷
mmd

په ننګرهار ولایت کې د لیف خيريه مؤسسې له لوري او د یاد ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رياست په همغږۍ پر اوه سوه  (٧٠٠) د کونډو یتیمانو، معلولینو او بیوزله کورنېو باندې نه (٩) قلمه خوراکي توکي چې په هغه کې اوړه، غوړي، لوبیا، نخود، بوره، چای، مکروني مالګه او همداراز ژمني توکي شامل وو، وویشل شول.

د یادو مرستو د‌ ویش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس ښاغلي محمد صابر ځواک کونډو او یتیمانو ته د خیریه مؤسسو څخه د مرستو د جلب ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه:" موږ دې اړمن او بیوزله قشر ته د خدمت په موخه ګمارل شوي یو او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د غوره خدمتونو په وړاندې کولو او همداراز هغوی ته د خیریه بنسټونو د مرستو په را جلبولو کې به خپلې هر اړخیزې هڅې جاري وساتو تر څو د دې اړمنو خلکو لاسنیوی وشي."

د یادونې وړ ده چې یادې مرستې د ننګرهار ولایت په کامې ولسوالۍ کې پر مستحقو کورنېو باندې وويشل شوې‌ چې د ننګرهار ولایت د شهيدانو او معلولینو چارو رئيس سربېره، د ياد ولایت د اقتصاد رئيس او د ليف خیریه مؤسسې مسؤلینو هم حضور درلود.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS