د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اته (۸) مسلکي بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۱۴:۴
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو ریاست په دې وزارت کې د اته (۸) خالي مسلکي بستونو لپاره ازموینه واخیستله، په دې ازموینه کې نه پنځوس (۵۹) تنو وړ کسانو د ازادې سیالۍ له لارې ګډون کړی وو.

له ګډونوالو څخه د ازموینې اخیستو په پروګرام د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان، د یاد وزارت د دفتر رئیس ښاغلي قاري شاه محمد دوست، د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي مولوي احسان الله حقاني، د بشري سرچینو رئيس ښاغلي مولوي محمد موسی صديقي، د مالي او حسابي چارو رئيس ښاغلي قاري محمد امین درویش، د دعوت او ارشاد رئيس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود، د ډېټابېس او معلوماتو رئيس ښاغلي ملا رحمت الله خالد، د شهیدانو چارو رئیس ښاغلي مولوي روح الله نصرت، د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس ښاغلي مفتي فیصل خاموش، د شهیدانو ورثو او معلولینو د پالنې مرکز رئيس ښاغلي مولوي صدو خان آخند او د اداري خدمتونو رئيس ښاغلي ملا عبدالرحمن فهیم او همداراز د یاد وزارت د اړوندو څانګو آمرینو ګډون درلود.

 په دې پروګرام کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان خبرې وکړې او زياته يې کړه: ډیر د خوښي ځای دی چې نن د هغو ځوانانو تر څنګ ولاړ یم چې د اسلام سپيڅلي دين او هېواد ته د خدمت کولو او ځان بساینې په موخه راټول شوي دي.

نوموړي د ازموینې ګډونوالو څخه وغوښتل چې د ناکامیدو په صورت کې دې خپل همت له لاسه نه ورکوي او د هرې ناکامي ترشا بریا شته.

د دې پروګرام په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ښاغلي مفتي عبدالاحد مسعود خبرې وکړې او زياته يې کړه:

 دنیوي او اخروي بريا يوازې د خدای جل جلاله په دین کې ده، او لازمي ګڼل کيږي چې د خدای جل جلاله سره تعلق وساتو او خپل سيرت او صورت د رسول الله صلی الله عليه وسلم پر سنتو برابر کړو، نوموړي زياته کړه: تقوا، اخلاص، دیني او معاصره پوهه هغه موارد دي چې په دې آزموینه کې به په پام کې ونیول شي.

همدارنګه د دې ازموینې په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د بشري سرچینو رئيس ښاغلي مولوي محمد موسی صدیقي د ازموینې د اخیستو د څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې ورکړ چې دا ازموینه به په شفاف ډول ترسره شي او د ازموینو د پاڼو په څیړنه کې به له پوره دقت او بې پرېتوب څخه کار واخیستل شي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۴
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم قاري عبدالکریم حلیمي په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه، چې په‌ هغې کې‌ د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې محترم مولوي. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۷ - ۹:۳۱
Background image

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس پريان ولسوالۍ ته سفر وکړ

د پنجشېر ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د خدمتونو وړاندې کولو له څرنګوالي څخه د ارزونې په موخه، پريان ولسوالۍ ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲۴ - ۱۰:۵۸
Background image

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د کارکوونکو لپاره جوړ شوی روزنيز ورکشاپ پای ته ورسيد

د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست له لوري د کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيت لوړولو په موخه چې درې ورځنی روزنيز ورکشاپ پيل شوی وو، په برياليتوب سره پای ته ورسید.

په دې روزنيز. . .

BACK TO NEWS