د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس په مشرۍ یوه پلاوی په کاپیسا ولایت کې د یاد وزارت د اړوند ریاست کړنې او فعالیتونه په هر اړخیز ډول وڅېړل

nasrat_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۷/۱۹ - ۱۷:۴۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ یو پلاوی چې د هغه په تشکیل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس ښاغلي مولوي احسان الله حقاني د معلولینو د تثبیت آمر حافظ عبدالکریم او همدارنګه د څارنې او ارزونې ریاست غړي شامل دې چې مشري یې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلی مولوي کلیم الله افغان کوي. یاد پلاوی د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو ریاست کار او فعالیتونه په هر اړخیزه توګه وڅیړل.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس ښاغلي مولوي کلیم الله افغان د دې ادارې له دندو څخه د لیدنې پر مهال مراجعینو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو د څرنګوالي په اړه د دغه ریاست مسوولینو او کارکوونکو ته د یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو د ثبت او تثبیت په برخه کې لازمې لارښوونې وکړې.

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس مولوي کلیم الله افغان په مشرۍ راغلي پلاوي د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د ستونزو د حل په موخه د کاپیسا ولایت له والي قاري احسان الله بریال سره هم وکتل. په دې کتنه کې د کاپیسا والي د یاد ریاست د مسئولینو د ستونزو او ننګونو له اورېدو وروسته راغلي پلاوي ته په هر اړخیزه توګه د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د يادونې وړ ده، چې ياد شوي پلاوي تر دې وړاندې هم په پنجشېر او پروان ولايتونو کې د شهيدانو او معلولينو له رياستونو څخه ليدنه کړې او د يادو رياستونو د شته ننګونو او ستونزو د حل په موخه يې اغېزمن ګامونه پورته کړي دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS