د شهیدانو او معلولینو وزارت رهبري شورا غونډه جوړه شوه

farahmand_admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۵/۱۷ - ۱۲:۱۴
جلسه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست او نوماند وزیر ښاغلي حمیدالله فاروقي په مشرۍ جوړه شوه.

ښاغلي فاروقي په داسې حال کې چې د افغان ولس د دښمنانو پروړاندې د جګړې په ډګرونو کې د امنیتي ځواکونو د سرښندنو قدرداني وکړه، د دغه وزارت له خوا د شهیدانو وارثینو او معلولیت لرونکو وګړو ته د مناسبو او معیاري خدمتونو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ.

پدې ناسته کې، د سیسټم جوړونې پروژې پلي کولو پورې اړوند ننګونې او ستونزې، د شهیدانو ورثو او د معلولیت لرونکو  وګړو د حقوقو د ورکړې پر وضعیت او  د ځینې نور مهم مسایل تر بحث لاندې ونیول شول او اړوندو څانګو ته لارښوونه وشوه چې په یادو برخو کې له پوره دقت او جدیت څخه کار واخلي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS