د خدمتونو وړاندې کوونکي او ملاتړ مرستیالې د معلوليت درجې د تثبیت کميټې له غړو سره وکتل

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۳/۲۵ - ۱۴:۵۷
س

د خدمتونو وړاندې کوونکي او ملاتړ مرستیالې د معلوليت درجې د تثبیت کميټې له غړو سره وکتل

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د خدمتونو وړاندې کوونکي او ملاتړ مرستيالې، جميلې نورستانۍ د معلوليت درجې د تثبيت کميټې له غړو سره وکتل او د معلوليت درجې د تثبيت درجې د بهير چټکتيا پر څرنګوالي، د همغږۍ پر زياتوالي او د همکاريو پر پياوړتيا يې خبرې وکړې.

آغلې نورستانۍ په دغه ناسته کې د يادې کميټې د چارو پر چټکتيا ټينګار وکړ؛ څو د کميټې اړوند کارونه بشپړ شي او پر بنسټ يې پاتې معلوليت لرونکو وګړو ته حقوق حواله شي.

د ناستې په پای کې، د يادې کميټې غړو ژمنه وکړه، چې ددې بهير د چټکوالي لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS