د معلوليت لرونکو وګړو مدني بنسټونو د همغږۍ لپاره د ملي فدراسيون جوړيدل جدي اړتيا ده

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۸ - ۹:۴
س

د معلوليت لرونکو وګړو مدني بنسټونو د همغږۍ لپاره د ملي فدراسيون جوړيدل جدي اړتيا ده

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير ښاغلي پوهنمل حمیدالله فاروقي د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار ښاغلي عمرا خان منیب او مل پلاوي سره وکتل او د معلولینو د ملي فدراسیون د جوړېدو پر څرنګوالي يې ورسره خبرې وکړې.

ښاغلي فاروقي، د معلولینو د ملي فدراسیون د جوړیدو هرکلي ترڅنګ وویل؛ د معلولینو ملي فدراسیون رامینځته کول باید د ټولنې د واقعیتونو او اړتیاوو پر بنسټ وي او په یوه ديموکراتیکه ټولنه کې ادارې او مدني سازمانونه لومړنۍ اړتیاوې دي، څو له دې لارې يې استازي دولت او چارواکو ته د ملت غوښتنې او وړاندیزونه ورسوي.

نوموړي زیاته کړه، چې مدني بنسټونه د ټولنې هندارې دي او له دې لارې وګړي کولی شي چې له خپلو حقونو دفاع وکړي او خپل راتلونکی روښانه کړي.

ښاغلي فاروقي ټینګار وکړ، چې د معلولینو ملي فدراسیون او نورو بنسټونو ترمنځ د همغږۍ شتون اړين دی او له نيکه مرغه چې ددې فدراسيون په جوړېدو سره به معلولين د يو واحد ادرس څښتنان شي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر ژمنه وکړه، چې د معلولیت لرونکو وګړو سره به د ياد فدراسیون د جوړیدو، انسجام ، همغږۍ او اسانتیاوو برابرولو برخو کې هر اړخيزه همکاري وکړي.

ورپسې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عمرا خان منیب خبرې وکړې وويل: چې د هیواد په کچه د معلوليت لرونکو وګړو ټول مدني بنسټونه، شوراګانې او اتحاديې به ددې فدراسیون تر چتر لاندې فعاليت کوي او اوس مهال یې فعالیتونه او د چارو تنظیم د معلولينو څخه جوړې شوې پنځه کاري کمیټې مخته وړي، کومې چې ټولې چاری يې پخپله د معلولینو لخوا اداره او ترسره کیږي.

د ناستې په اوږدو کې د معلولينو استازي حاجي احمدشاه اعظمي د معلولينو ملي فدراسيون د جوړيدو په هکله د عامه پوهاوي په تړاو د عمومي پلان جوړونې يادونه وکړه او د زونونو په کچه يې د سيمينارونو د دايرېدو غوښتنه وکړه.

په پای کې بيا هم ښاغلي فاروقي د معلولينو ملي فدراسيون د جوړيدو لپاره د هر اړخيز بنسټليک جوړيدل ممهم وګڼل، کوم چې مالي ملاتړ او د معلوليت لرونکو وګړو غړيتوب ددې فدراسيون د غښتلتيا او پياوړتيا سبب ګرځي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS