د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د تخار له والي سره وکتل

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۲/۲۶ - ۱۵:۴۷
hooo

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير د تخار له والي سره وکتل

نن سه شنبه د کب په ۲۶مه، د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حميدالله فاروقي د تخار له والي ښاغلي مولوي عبدالله قرلق سره وکتل او د تخار د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د ستونزو او غوښتنو په هکله يې ورسره خبرې اترې وکړې.

د ناستې په پيل کې د تخار والي ښاغلي مولوي عبدالله قرلق په تخار کې د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو د حقونو د ځنډ، سرپناه نشتون، زدکړو، کارموندنې، فزيکي لاسرسي او د حج سهميې په برخو کې اړونده ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شريک کړل او د وزارت له مشرتابه څخه يې په دې تړاو د پاملرنې او لاسنيوي غوښتنه وکړه.

د شهيدانو او معلولينو چارو سرپرست وزير پوهنمل حميدالله فاروقي د تخار ولايت د شهيدانو ورثې او معلولينو ستونزو د هواري په موخه له سيمه ييزې حکومتوالۍ سره د همغږۍ پر زياتولو ټينګار وکړ او ژمنه يې وکړه، چې د اسنادو او وثيقو د څيړنې او ارزونې کميسيون لخوا د اسنادو کتنې پروسې تر بشپړيدو وروسته به، د تخار ولايت د شهيدانو ورثې او معلوليت لرونکو وګړو ستونزو ته رسيدنه کېږي او د هغوی پاتې حقوق به له پلان سره سم په ټاکلي وخت حواله کېږي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS