د برنامو او همغږۍ مرستیالې خپل لرليد او موخې د پریزنټشن په بڼه د وزارت له رهبرۍ سره شريکې کړې

sadiq_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۸ - ۱۵:۳۵
لی

د برنامو او همغږۍ مرستیالې خپل لرليد او موخې د پریزنټشن په بڼه د وزارت له رهبرۍ سره شريکې کړې

نن سه شنبه د سلواغې په ۲۸مه، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې آغلې صبرۍ اندړ د شهیدانو وارثينو او معلولینو لپاره د ارزښتناکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د ناستې ګډونوالو ته خپلې راتلونکې موخې، پلانونه او لرليد وړاندې کړل.

په دغه ناسته کې د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزير حمیدالله فاروقي او د وزارت رهبري هیئت هم ګډون درلود.

د ناستې په پيل کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د برنامو او همغږي مرستیالې آغلې صبرۍ اندړ خبرې وکړې وویل: "دغه معاونيت پلان جوړوونکی، برنامه جوړوونکی او د نورو اړوندو ادارو سره د شهيدانو ورثې او معلولينو لپاره د غوره خدماتو وړاندې کولو په پار د ښې همغږۍ رامنځته کوونکی دی.

آغلې اندړ زياته کړه، چې د معلولیت لرونکو وګړو لپاره د کنوانسیونونو ، تګلارو او نورو قوانینو سره سم باید د سوکاله ژوند او په ټولنیزو چارو کې د برابرۍ ګډون لپاره په اغیزمنو برنامو کار وکړو، خو په دې برخه کې د ټولو اړونده بنسټونو، په ځانګړي ډول د ولسمشر لومړي مرستيال د بين الوزارتي برنامو نظارتي کمیټې سره همغږي ډېره اړينه ده.

آغلې انډرې د خپل اداري تشکیل، امکاناتو، ماموریتونو او راتلونکي په اړه د پلانونو په اړه هم معلومات وړاندې کړل.

ورپسې د وزارت د پلان او پالیسۍ رییس، محمد اقبال قیام خپلې راتلونکې پالیسۍ او پلانونه روښانه کړل او د وزارت لپاره يې ارزښتناکې او ګټورې موخې او برنامې د ناستې ګډونوالو سره شريکې کړې.

د معلولینو لپاره د څیړنیز انستیتوت رییس، ښاغلي دریاخان بهیر په خپلو خبرو کې بيا د شته ستونزو يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې د معلولینو پر وړاندې ډیری عوامل او ننګونې موجودې دي؛ خو د معلولینو لپاره د څیړنې انستیتیوت د خپلو پراخو پلانونو، برنامو پر مټ د سرشمېرنې، خنډونو، زدکړو، روغتيا او تعلیمي اړتیاوو پیژندلو لپاره هڅې او کار کوي.

د شهیدانو او معلولینو چارو سرپرست وزیر پوهنمل حمیدالله فاروقي د برنامو او همغږۍ مرستیالې له هڅو او پلانونو مننه وکړه او زیاته یې کړه، چې په چارو کې تر یوې کچې پرمختګ شوی، خو لاهم زياتو کارونو ترسراوي ته اړتیا ده.

ښاغلي فاروقي زياته کړه، چې د شهیدانو ورثې او معلولینو ته د معاشونو ورکولو سربیره، موږ اړتیا لرو چې د پالیسیو جوړولو، برنامو چمتو کولو او لا زیاتې همغږۍ په موخه د قوانینو او کنوانسیونونو سره سم دې قشر ته هراړخیز خدمات وړاندې کړو.

ښاغلي فاروقي د بین الوزارتي کمیټې سره په همغږي ټینګار وکړ او د ستونزو لرې کول او خدماتو وړاندې کول يې، د وزارت تر څنګ د ټولو اړونده دولتي ادارو ګډ مسؤلیت وګاڼه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۵ - ۸:۳۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې زرګونو تنو مستحقو کسانو ته مرستې ويشلي دي

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د روژې په مبارکه میاشت کې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د خیریه بنسټونو سره په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې پر (۲۸۴۲. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۱۰:۹
Background image

د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د ښو خدمتونو وړاندې کولو په موخه د پنجشېر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم قاري عنایت الله مولوي زاده په مشرۍ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۴ - ۹:۵۳
Background image

په لغمان ولایت کې پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د لغمان ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۵۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې مرستې ووېشلې. په یادو مرستو کې د اوړو، وریجو او ځينو نورو خوراکي توکو. . .

BACK TO NEWS