د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقی د ولایتي سفر په ترڅ کې کونړ ولایت ته ورسید او له والي سره یې ليدنه وکړه

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۱/۲۲ - ۱۳:۳۴
s

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير پوهنمل حمیدالله فاروقی د ولایتي سفر په ترڅ کې کونړ ولایت ته ورسید او له والي سره یې ليدنه وکړه

د شهيدانو او معلولينو چارو وزير، پوهنمل حمیدالله فاروقی کونړ ولايت ته د خپل ولايتي سفر په ترڅ کې، د کونړ ولايت له والي ښاغلي محمد اقبال سعید سره د شهيدانو او معلولينو د حقوقو او امتيازاتو د ورکړې او د خدمتونو د ارایه کولو په تړاو ناسته وکړه.

په دغه ناسته کې له ښاغلي فاروقی سره د معلولینو په چارو کې د ولسمشر سلاکار عمرا خان منیب او د کونړ د ولایتي ادارې یو شمیر رییسانو هم ګډون درلود.

ښاغلي فاروقی د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د حقوقو او امتيازاتو د ورکولو په برخه کې د اسانتياوو را منځته کولو او بانکي سازۍ په هکله خپل وړاندېزونه، غوښتنې او لارښونې د کونړ له محترم والي سره شريکې کړې.

د کونړ والي ښاغلي سعید له ښاغلي فاروقي او ور سره مل پلاوي څخه مننه وکړه، چې د کونړ جګړو ځپلو ولسونو د ستونزو د هوارېدو په پار يې دغه ولايت ته سفر کړی او د شهيدانو وارثينو او معلوليت لرونکو وګړو ته د امتيازاتو د ورکړې پروسې او د اسنادونو د څیړنو بهير د چټکتيا په تړاو يې له خپله اړخه د پوره همکارۍ ډاډ ورکړ.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS