د کمک موسسې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې دولت وزارت مشرتابه هئيت ته د خپلو درې کلنو فعاليتونو راپور ورکړ

sadiq_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۸/۲۶ - ۱۴:۲
sdfs

د کمک موسسې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې دولت وزارت مشرتابه هئيت ته د خپلو درې کلنو فعاليتونو راپور ورکړ

نن د لړم په ۲۶مه، د کمک موسسې مسولينو د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت رهبري هئيت ته، د جنګ ځپلو او له جګړو د اغيزمنو کورنيو سره په مالي، فزيکي او رواني درملنې، پانګونې، کارموندنې، حرفوي او تخنيکي زده کړو، ظرفيت لوړونې، د ژوند اسانتياوو برابرولو او عامه پوهاوي برخو کې د خپلو فعاليتونو مرستو او لاسته راوړنو درې کلن راپور ورکړ.

په دې ناسته کې د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت د برنامو او همغږۍ مرستيالې صبرۍ اندړ، د کمک موسسې له چارواکو مننه وکړه، چې د خپلو درې کلنو فعاليتونو راپور، په افغانستان کې د جګړو ځپلو، شهيدانو او معلولينو په چارو کې يوازيني رسمي ادرس سره شریکوي.

آغلې اندړ زياته کړه، چې د کمک خيريه موسسې فعاليتونه د قدر وړ دي؛ اما دا فعاليتونه بايد د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزارت په مشرۍ او له دوی سره په لا همغږۍ ترسره شي؛ تر څو د مرستو په بهير کې پوره روڼوالی رامنځته شي او حق حقدار ته وسپارل شي.

د آغلې اندړ په خبره، چې د کمک موسسه دې له وزارت سره په ګډه يو منظم او منسجم ميکانيزم جوړ کړي، څو د جګړو ځپلو وګړو لاسنيوی په شفاف، سمه او غوره بڼه اجرا شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS