د پکتیا ولایت د شهیدانو ورثې او معلولینو ته رسیدګي مو مسولیت دی

content_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۹ - ۹:۳۲
mmd

د پکتیا ولایت د شهیدانو ورثې او معلولینو ته رسیدګي مو مسولیت دی

د شهيدانو او معلولينو په چارو کې د دولت وزير لعل الدين آريوبي د یاد ولایت د ولايتي شورا پخواني غړي حفيظ الله مبارز، مدني بنسټونو، د شهيدانو ورثې او د معلولينو استازو سره وکتل.
ښاغلي مبارز د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت وروستي پرمختګونو وستایل او د شهیدانو د کورنیو او معلولینو لپاره یې سترې لاسته راوړنې وګڼلې.
نوموړي په پکتيا کې د شهيدانو د ورثې، ښځینه او نارینه معلوليت لرونکو وګړو لپاره د کارموندنې، زده کړو او ظرفيت لوړونې فرصتونو برابرولو او نظامي او ملکي شهيدانو ورثې او معلولینو ته پر وخت د حقوقو په ورکړه ټینګار وکړ.
ښاغلي آریوبي د پکتيا د شهيدانو ورثې او معلولينو ته د خدمتونو او اسانتیاوو برابرولو په اړه معلومات وړاندې کړه وویل، چې تر ممکن حده به دغه قشر ته رسیدګي وکړي.
د ناستې په پای کې یې ښاغلي آریوبي ته د شهيدانو ورثې او معلولينو ته د غوره خدمتونو له کبله د (غوره برياليتوب) په نامه کتاب هم ډالۍ کړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۴
Background image

د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د مراجعینو چارو ته د ښې رسېدګۍ په موخه د لوګر ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس په مشرۍ اداري غونډه ترسره شوه چې د اړوندو برخو کارکوونکو په کې ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د شهيدانو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۹:۲
Background image

د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لاښه والي په موخه د کندز ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي نقیب الله سنان په مشرۍ د یاد ریاست د ټولو کارکوونکو په شتون کې اداري غونډه ترسره شوه.

په دې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۸:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د کاري بهیر د لا ښه والي او همغږۍ په موخه د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، چې په کې د ریاست اړوند آمرینو او کارکوونکو شتون. . .

BACK TO NEWS