د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د یتیمانو مرستندویه نړيوالې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو

sadiq_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۶/۲۶ - ۱۴:۲۹
fd

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت او د یتیمانو مرستندویه نړيوالې موسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه ليک لاسلیک شو

نن چهارشنبه (وږې ۲۶مه)، د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزارت د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د همغږۍ مرستیالې صبرۍ اندړ او د یتیمانو مرستندویه موسسې مشر عبدالفتاح طیب ترمنځ، د همکارۍ تړون لاسلیک شو.

د یاد تړون له مخې، د یتیمانو مرستندویه موسسه به په هیواد کې یتیمانو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره، د حرفوي زده کړو لنډمهالي او اوږدمهالي کورسونه برابروي، نورو نړيوالو او کورنيو مرستندویه بنسټونو ته به یتیمان، معلولین، کونډې او بې وزله کورنۍ ور پېژني.

آغلې اندړ، د یتیمانو مرستندویه نړیوالې موسسې له مشر څخه مننه وکړه، چې له جنګ ځپلو، یتیمانو او بې وزله افغانانو سره د مرستو او لاسنيوي ترڅنګ، د هغوی د ژوند ښه کولو په پار هلې ځلې کوي.

نوموړې د وزارت په استازیتوب د یتیمانو مرستندویه خیریه موسسې مشر ته د هر ډول همکاريو او ملاتړ ډاډ ورکړ او په دې برخه کې یې ورنه د فعالییتونو د لا پراختیا غوښتنه وکړه.

د یتیمانو مرستندویه موسسه یو خیریه بنسټ دی او د افغانستان به ګډون د نړۍ په شپږو هېوادونو کې په رضاکارانه ډول خيريه فعالیتونه کوي.

 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۹
Background image

په لغمان ولایت کې (۱۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقليه وسایط ووېشل شول

د لغمان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهيدانو ورثه وو او معلولينو د لاسنیوي او د هغوی اقتصادي ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د يوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ (۱۶) تنو مستحقو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۷
Background image

په کاپیسا ولایت کې (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو ته مرستې ووېشل شوې

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اوړه، غوړي، ځینې. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۰:۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ شورا غونډه نن ماسپښین د دې وزارت د غونډو په تالار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزیر محترم الحاج ملا عبدالمجید آخند په مشرۍ ترسره شوه، په دې. . .

BACK TO NEWS