صبري اندړ د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام د مرستیالې په توګه رسماً معرفي شوه

content_admin
چهارشنبه ۱۳۹۹/۴/۴ - ۹:۲۷
mmd

صبري اندړ د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام د مرستیالې په توګه رسماً معرفي شوه

نن سه شنبه د (چنګاښ میاشتې ۳) د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي، صبرۍ اندړ د نظامي شهیدانو او معلولینو چارو د انسجام د مرستیالې په توګه رسماً د دې وزارت مسولینو ته وروپېژندله.

د آغلې صبرۍ اندړ د پېژندنې په مراسمو کې د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د جمهور رییس سلاکار عمراخان منیب، د وزارت مرستیالانو، رییسانو او مشاورینو هم ګډون درلود.

په پیل کې د وزارت د دفتر رییس سید حامد هاشمي د صبري اندړ د ګمارنې په اړه د جمهور رییس حکم ولوست، چې نوموړې ته پکې د بریاوو هیله شوې وه.

ښاغلي آریوبي د صبرۍ اندړ د وړتیاوو د ستاینې تر څنګ د نوموړې په ګمارنه خوښي وښوده او له جمهور رییس نه یې مننه وکړه، چې په دې برخه یې همکاري وکړه. ښاغلي آریوبي په دولتي بستونو کې د معلولینو ګمارنه د خپل ماموریت لومړیتوب وباله وویل، چې په دې اړه یې نور مهم پلانونه هم تر لاس لاندې دي، تر څو معلولین په هر اړخیزه توګه ټولنیز او سیاسي مشارکت ته ورسېږي. ښاغلي آریوبي د پخواني مرستیال بشیر احمد ولي هڅې هم وستایلې او یو صادقه شخص یې وګڼه.

ښاغلي عمراخان منیب هم د صبري اندړ د فعالیتونو، هڅو او وړتیاوو ستاینه وکړه او نوموړې یې د یادې دندې لپاره مناسبه وګڼله. د دې تر څنګ یې له جمهور رییس او د شهیدانو معلولینو په چارو کې د دولت وزیر ښاغلي آریوبي څخه هم مننه وکړه، چې څو ورځې وړاندې یې یو معلول د ننګرهار د شهیدانو او معلولینو چارو آمریت د سرپرست په توګه وګماره. نوموړي زیاته کړه، چې معلولیت لرونکي وګړي د بېلابېلو وړتیاوو خاوندان دي، د دوی ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او فرهنګي ګډون ته باید زمینه برابره شي. له ښه مرغه چې ښاغلي آریوبي دې برخې ته ډېره پاملرنه کړې ده.

د ښځو په استازولۍ د وزارت د جنډر سلاکارې آغلې صفیې صدیقي د اندړ ګمارنه ښه اقدام وباله او هیله یې وښوده، چې دا لړۍ دومداره شي.

آغلې صبرۍ اندړ د جمهور رییس او د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزیر له باور څخه مننه او ژمنه یې وکړه، چې خپلې چارې به په پوره ریښتینولۍ ترسره کوي، تر څو معلولینو ته د ویاړ سبب وګرځي او پرې شوی باور پر ځای کړي. نوموړې زیاته کړه، چې د خپلو مسولیتونو تر څنګ په نورو هغو برخو کې چې د معلولینو د ژوند د ښه والي لامل کېږي، هم همکارۍ ته چمتو ده.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۰
Background image

په کابل کې (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو سره نغدي مرسته ترسره شوه

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د آلمان هېواد د یوه وګړي په مالي ملاتړ د یتیمانو د اقتصادي ودې او پرمختګ په موخه د کابل ښار د بېلابېلو ناحیو (۲۵) تنو مستحقو یتیمانو ته د خياطۍ، موبایل. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲ - ۹:۵۴
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۴۵۰) تنو یتیمانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د ملاتړ، د هغوی ورځنیو اړتیاوو ته د پر وخت او سمې رسېدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۵۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۱ - ۱۴:۲۶
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس سره وکتل

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم‌الله افغان، د ښاروالۍ د عوایدو له رئیس محترم مفتي شرافت سره لیدنه وکړه. په دې لیدنه کې د مالي او حسابي. . .

BACK TO NEWS