د برېښنایي تذکرو پر وېش او د پرمختیایي پروژې د سیستم په کنټرول او کیفیت بحث وشو

content_admin
دوشنبه ۱۳۹۹/۳/۲۶ - ۷:۲۸
mdd

د برېښنایي تذکرو پر وېش او د پرمختیایي پروژې د سیستم په کنټرول او کیفیت بحث وشو

د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت د وزیر ښاغلي لعل الدین آریوبي په ریاست د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر او د پرمختیایي پروژې د سیستم د کنټرول او کیفیت په اړه غونډه ترسره شوه.

د برېښنایي تذکرو مسول د تذکرو د ویش بهیر د پیلیدو په اړه معلومات وړاندې کړه وویل: تر اوسه (۱۰۴۷) د شهیدانو وارثین او معلولین بایومتریک شوي او ټولو ولایتونو ته د مرکزي ادارې له لوري رسمي مکتوب استول شوی، چې د تذکرو د وېش بهیر کې لومړیتوب د شهیدانو ورثې او معلولیت لرونکو وګړو ته ورکړل شي. نوموړي زیاته کړه، چې د مرکز له لارښوونې سره سم به دا بهیر پیل کړي.

ښاغلي آریوبي وویل، چې ډیری معلولیت لرونکي وکړي او د شهیدانو ورثه کمپیوټر او انترنیټ ته د نه لاسرسي له کبله د برېښنایي تذکرو د انلاین فورمونو د ډکولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، اړینه ده، چې د وزارت مسولین ورته په وړیا توګه د برېښنایي تذکرو د فورمونو د ډکولو زمینه برابره کړي. ژمنه وشوه، چې په دې اړه به جدي اقدامات ترسره او د یاد قشر ستونزه به حل کړي.

د سیستم مسولینو وویل، چې بشپړ وسایل یې ترلاسه کړي او د مرکز او ولایتونو په کچه سیستم کې د معلولینو او شهیدانو د ورثې د شاملولو بعیر روان دی، چې تر اوسه ( ۹۸۷۲) اسناد سیستم شوي او دا کچه به په ورځني ډول (۴۵۰۰) هغو ته پورته شي.

ښاغلي آریوبي لارښوونه وکړه، چې معلومات دې له دقیقې ارزونې وروسته سیستم ته پورته شي، تر څو بشپړه رونټیا تامین شي.

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۸:۵۳
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند د هوساینې او پرمختګ مؤسسې ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ او لاسنیوي په موخه د ژوند د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې سره د (۲۴) زره او (۴۶۵) ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۵۲
Background image

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په رياست کې اداري غونډه ترسره شوه

د تخار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس محترم مولوي عبدالکریم حلیمي په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د اړوندو برخو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې غونډه کې د. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۹:۴۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې غونډه ترسره شوه

د میدان وردګ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه د یاد ریاست د محترم رئیس په مشرۍ او د اړوندو کارکوونکو په شتون کې ترسره شوه.

په دې غونډه کې یتیمانو، کونډو او. . .

BACK TO NEWS