په کندهار ولایت کې د یو شمېر فدایانو او مجردو شهیدانو له کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم حاجي ملا عبدالقاهر فیروز د یو پلاوي په ملتیا د یاد ولایت ډنډ، ارغنداب، پنجوایي، دامان، تخته پل او سپین بولدک ولسوالیو ته سفرونه ترسره کړل، په یادو ولسوالیو کې یې د مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې لیدنې وکړې، د هغوی اړتیاوې او ستونزې یي واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس د یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له بهیر څخه لیدنه وکړه او د خدمتونو د لا ښه والي او اغېزمنتیا په موخه یې اړوندو کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې او لارښوونې وکړې.
همدارنګه نوموړي د یادو ولسوالیو له مسؤلینو سره هم وکتل او د یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د خدمتونو یې د لا ښه تنظیم، چټکتیا او اغېزمنتیا په برخه کې یې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه وکړه.
