په پکتیکا ولایت کې پر دېرش (۳۰) تنو معلوليت لرونکو وګړو باندې مرستې ووېشل شوې

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۹/۲۸ - ۱۰:۳
mmd

د يونیسف نړيوالې ادارې له لوري د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست په همغږۍ په دې ولايت کې پر دېرش (۳۰) تنو مستحقو ښځينه او نارينه معلولیت لرونکو وګړو باندې ژمني توکي ووېشل شول.

د مرستو د وېش پر مهال د پکتيکا ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست مسؤلينو د يونیسف ادارې څخه یې معلوليت لرونکو وګړو ته د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه او هیله یې څرګنده کړه چې د دې اړمن قشر ستونزو او اړتیاوو ته په کتو ورته مرستې ترسره شي ترڅو په ګډه د هغوی اقتصادي ستونزو ته رسیدګي وشي‌.

په ورته وخت کې د يونيسف ادارې د مسؤلينو له لوري په یاده برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکړل شو

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS