په پروان ولایت کې څلور سوه (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو مرستې ترلاسه کړې

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۲/۷ - ۱۰:۳۶
mmd

د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په څلور سوه (۴۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې مرستې چې په هغه کې اته (۸) ډوله خوراکي توکي شامل وو، ووېشل.

د مرستو د وېش پر مهال د پروان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي عبدالاحد سعد او د مؤسسې مسؤلینو شتون درلود.

محترم مولوي عبدالاحد سعد د یادې مؤسسې له مسؤلینو څخه د مرستو چمتو کولو په پار مننه وکړه او د دې قشر لپاره یې د لازیاتو  مرستو پر برابرولو ټینګار وکړ.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۳۰
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې (۷۰۰) تنو مستحقو کسانو ته د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د یتیمانو او معلولینو ستونزو ته د ښې رسیدنې په موخه، د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ پر (۷۰۰) تنو یتیمانو، کونډو، معلولینو او عامو اړمنو هېوادوالو باندې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۶
Background image

شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د ژوند لپاره د هوساینې او پرمختګ (LRD) مؤسسې ترمنځ هوکړه لیکونه لاسلیک شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د پلان، بهرنیو اړیکو او تقنین چارو ریاست په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې د (۹۳۳) تنو یتیمانو لپاره د مرستو د برابرولو په موخه، د (۳۵) زره او (۹۶۵) ډالرو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۹ - ۱۴:۲۴
Background image

د میدان وردک ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست له لوري ترسره شوې کړنې او اجراآت بررسي شول

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د یاد ریاست کارکوونکو هر یو محترم عتیق الله نیازي، محترم امید رحماني او محترم ادریس. . .

BACK TO NEWS