په هلمند ولایت کې پر (۳۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۹ - ۱۲:۹
mmd

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست په روژې مبارکه میاشت کې د مستحقو کسانو د ملاتړ او لاسنیوي په موخه د یوې خیریه مؤسسې په مالي ملاتړ د یاد ولایت په (۳۰۰) تنو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو باندې پنځه (۵) ډوله د خوراکي توکو مرستې ووېشلې.

یادې مرستې د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مسؤلینو او د یادې خیریه مؤسسې د استازو په شتون کې پر مستحقو کسانو باندې په شفاف او عادلانه ووېشل شوې.

د یادونې وړ ده، هغو کسانو چې مرستې ترلاسه کړې وې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له مسؤلینو څخه یې د مننې ترڅنګ د نورو ورته مرستو غوښتنه هم وکړه.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS