په ننګرهار ولایت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۵ - ۸:۵۱

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو ورځنیو اړتیاوو ته د رسیدنې په موخه، د (HHRD) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۴۰۰) تنو مستحقو یتیمانو او ماشومو معلولینو باندې د خوراکي توکو مرستې چې په هغه کې اوړه، وریجې، غوړي او نور اړین خوراکي توکي شامل وو، په عادلانه او شفاف ډول ووېشل. د مرستو د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم محمد صابر ځواک د یادې خیریه مؤسسې له لوري یتیمانو ته د مرستو ترسره کولو په پار قدرداني وکړه، د یتیمانو او معلولینو لاسنیوی یې یو مهم انساني او اسلامي مسؤلیت وباله او د خیریه مؤسسو او بنسټونو یې وغوښتل چې د ټولنې له دې اړمن او باعزته قشر لپاره مرستې برابرې او د هغوی ملاتړ وکړي

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۴ - ۱۱:۴۴
Background image

د هلمند ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست کارکوونکو لپاره د کاري ظرفيتونو د لوړولو په موخه جوړ شوی سيمينار پای ته ورسېد

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د ټولو ولسوالیو مدیرانو لپاره د پلان جوړونې، څارنې او ارزونې، د یتیمانو او معلولینو د تثبیت او ثبت او اداري مراسلاتو په برخو کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۸
Background image

په ننګرهار ولایت کې د (۵۰) یتیمانو او معلولینو کورنیو سره مرستې ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري د (HHRD) مرستندویه مؤسسې سره په همغږۍ د دې ولایت په لعل پورې ولسوالۍ کې (۵۰) مستحقو کونډو، یتیمانو، معلولینو او نوو راستنو شویو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۱۰ - ۸:۵۷
Background image

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج ملا صدوخان حق شناس په مشرۍ په یاد ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه چې په کې د ریاست اړوند ټولو کارکوونکو ګډون کړی وو.

په دې. . .

BACK TO NEWS