په غزني ولایت کې پر (۱۸۰) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل شول

د غزني ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ په یاد ولایت کې پر (۱۸۰) تنو معلولیت لرونکو وګړو باندې ویلچرونه ووېشل او له هر معلول سره یو اندازه نغدي مرسته هم ترسره شوه.
د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د غزني ولايت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم مولوي محمد انور برادر د خیریه مؤسسې له مرستو څخه مننه وکړه او له نورو خیریه بنسټونو یې هم وغوښتل چې د دې اړمن قشر لپاره لازياتې مرستې برابرې کړي.