په سرپل ولایت کې د شهیدانو کورنيو ته د ښارګوتي جوړولو په موخه (۳۰۰) جریبه ځمکه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته وسپارل شوه

د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د حکم پر اساس، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د اراضۍ لوی ریاست له لوري د سرپل ولایت مرکز اړوند میدانک بغاوي سیمه کې (۳۰۰) جریبه ځمکه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ته وسپارل شوه.
یاده ځمکه د شهیدانو کورنيو ته د ښارګوټي د جوړولو په موخه، د ځانګړي پروګرام په ترڅ کې، د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم رئیس محترم مولوي ثناءالله فرقاني او د اراضۍ ادارې د ځمکو د انتقال او وېش رئیس محترم مولوي سید محمد سعید ترمنځ د یوه هوکړه لیک د لاسلیک کولو له مخې وسپارل شوه.
په پام کې ده چې په دې ځمکه کې به د شهیدانو کورنیو لپاره استوګنیز ښارګوټی جوړ شي، تر څو یادو کورنیو ته د مناسب ژوند کولو زمینه برابره شي.