په دایکندي ولایت کې پر (۱۴۷) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش
د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د اقتصادي ملاتړ په موخه د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو او پالیسۍ (ASPSO) مؤسسې سره په همغږۍ د شهرستان په ولسوالۍ کې (۱۴۷) تنو یتیمانو، کونډو او معلولینو لپاره د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه پیل کړي وو، په دې پروګرامونو کې ګډونوالو ته د خیاطۍ، سولر سیسټمونو، د موټر سایکلونو ترمیم او د کرنې په برخو کې مسلکي او عملي زده کړې ورکړل شوې، یادو کسانو ته د شهیدانو او معلولینو ریاست د مسؤلینو، د اقتصاد ریاست د استازو په حضور کې د اړوندې حرفې وسایل او تجهیزات هم په واک کې ورکړل شول.
د یادونې وړ ده چې د دایکندي ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یادې مؤسسې په همکارۍ د کیتي، پاتو او شهرستان ولسوالیو اړوند د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو څخه (۵۵۰) تنو ته په یادو برخو کې د فني او حرفوي زده کړو پروګرامونه دایر کړي وو.
