په بغلان ولایت کې د مجردو شهیدانو کورنیو سره نغدي مرستې ترسره شوې
د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم ملا احسان الله عابد په خپل کاري دفتر کې د یو شمېر مجردو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې واوریدې او ورسره یې یو اندازه نغدي مرستې هم ترسره کړې.
نوموړي د شهیدانو کورنیو سره په لیدنه کې وویل چې د یتیمانو او معلولینو ستونزو او غوښتنو ته رسیدنه د ټولو اسلامي او انساني مسؤلیت دی او یاد ریاست به هڅه وکړي څو د شهیدانو کورنیو ستونزو ته پر وخت او اغېزمن ډول رسېدنه وکړي
