په بادغیس ولایت کې پر (۶۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې د خوراکي توکو وېش
د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۶۵۰) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې خوراکي توکي چې اوړه، وریجې، غوړي او ځینې نور خوراکي مواد شامل وو، په شفاف او منظم ډول ووېشل شول.
د مرستو د وېش پر مهال د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم الحاج مولوي محمد اسماعیل رحماني د یادې خیریه مؤسسې له لوري د ترسره شویو مرستو قدرداني وکړه.
