په بادغیس ولایت کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د کړنو او فعالیتونو څخه بررسي ترسره شوه
د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کورنۍ پلټنې رئیس محترم مولوي محمد انور برادر په مشرۍ یو پلاوي چې د اړوند ریاست درې تنو کارکوونکو هر یو محترم ویس الدین جلیلی، محترم علي جان محمدي او محترم امین الله امیني یې ملتیا کوله، د بادغیس ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له لوري په ۱۴۰۳ مالي کال کې د ترسره شویو فعالیتونو او کړنو څخه هر اړخیزه بررسي ترسره کړه.
یاد پلاوي د شهیدانو ورثه وو او معلولیت لرونکو وګړو ته د وړاندې شویو خدمتونو څرنګوالی، د تثبیت او ثبت بهیر، یتیمانو، کونډو او معلولینو ته د میاشتني نغدي مساعدتونو وېش او د یاد ریاست نورې اداري چارې په هر اړخیز ډول بررسي کړې، د ځینو کورنيو سره یې له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې او غوښتنې هم واوریدې.
د یادونې وړ ده چې یاد پلاوي تر دې وړاندې په ډیری ولایتونو کې د شهیدانو او معلولینو چارو ریاستونو له لوري ترسره شوې کړنې او فعالیتونه له نږدې بررسي کړي وو.