ټولې اصلاحي برنامې او اجراات د معلولینو او د شهیدانو ورثې د ژوند د ښه والي لپاره ترسره کېږي

content_admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۲۹ - ۱۵:۲۴
mmd

ولې اصلاحي برنامې او اجراات د معلولینو او د شهیدانو ورثې د ژوند د ښه والي لپاره ترسره کېږي

د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو ټولنیزې سرتاسري شورا مشرتابه او غړو د شهیدانو او معلولینو په چارو کې د دولت وزیر لعل الدین آریوبي سره وکتل او په یو شمېر مسایلو یې خبرې وکړې.

د افغانستان د معلولیت لرونکو وګړو ټولنیزې سرتاسري شورا رییس مسعود صافي مننه وکړه، چې د وزارت رهبرۍ سره په مخامخ ډول د ستونزو د شریکولو او حل لپاره ښه فرصت برابر شو. ښاغلي صافي وویل، چې د قانون او اصولو سر سم خپلې ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه شریکوي او د حل لپاره یې وزارت سره په مشترکه او همغږې توګه همکاري کوي. نوموړي زیاته کړه، چې د روانو اصلاحاتو ملاتړ کوي او دا دوی غوښتنه وه، چې روڼتیا رامنځته شي. ښاغلي صافي د معلولینو د سرتاسري شورا او وزارت تر منځ د یووالي او همغږۍ زیاتېدو سربېره د اسنادو بررسۍ په کمېټو کې د معلولینو مشورو اخیستو پر څرنګوالي هم تاکید وکړ. ښاغلي صافي د وزارت رهبرۍ ته د هر اړخېزې همکارۍ ډاډ څرګند کړ.

د یادې شورا ځینو غړو هم خبرې وکړې او خپل نظرونه یې د وزارت رهبرۍ سره شریک کړه. د دې تر څنګ یې خپل ځیني وړاندیزونه، چې د سولې په پروسه کې د معلولینو ګډون، کارموندنه، کابل ښاروالۍ سره د هوکړه لیک د تطبیق، حقوقو ورکړې، په پرېکړو کې د دوی شمولیت، دولتي ادارو کې د مشاورینو ټاکنه، زده کړې، تبعیض ختمونه، معلولینو ته د ځانګړي کلینک او اسایشګاوو جوړول، د اپارتمانونو او ځمکو وېش، د معلولیت اړوندو موسسو د فعالیتونو تعقیب، د معلولینو د ملي فدراسیون د کارونو نهایي کول او نور موارد پکې شامل وو، شریک کړه.

ښاغلي آریوبي د یادې شورا له ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه او د ترسره شویو اجرااتو او روانو اصلاحاتو په اړه یې ورته هر اړخیز معلومات وړاندې کړه وویل: د سولې پروسه کې د معلولینو د ګډون، قوانینو تعدیل، تبعیض ختمونې، زونونو کې د اسایشګاوو جوړولو، کارموندنې، په دولتي ادارو کې د مشاورینو ګمارنې، حج سهمیو، ملي فدراسیون جوړولو او نورو یادو برخو کې پرمختګ شوی او نتیجه یې څرګنده ده. ښاغلي آریوبي زیاته کړه، چې معلولینو ته به پرېکړو او ځینو مواردو کې د دوی نظر اخیستو ته هم زمینه برابره کړي، تر څو ټولې چارې له نږدې وڅاري او په ځینو برخو کې خپلې رغنده طرحې هم وړاندې کړي.

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۲۵
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه

د چارو د لا ښه والي او مؤثرې همغږۍ د تأمین په موخه، د کارکوونکو چارو په ریاست کې اداري غونډه ترسره شوه، یاده غونډه چې د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي په مشرۍ جوړه شوې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۹:۲۲
Background image

د ارزګان ولایت والي د یو شمېر شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل او د هغوی سره یې نغدي مرسته ترسره کړه

د ارزګان ولایت والي محترم الحاج مولوي عبدالرحمن کندزي د هغو شهیدانو کورنیو سره له نږدې وکتل چې څه موده وړاندې د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځیانو سره د جګړې پر مهال په شهادت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۹:۴۲
Background image

تخار ولايت کې (۴۰۰) مستحقو کورنيو ژمنۍ مرستې ترلاسه کړې

د تخار ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ په موخه، د يوې خيريه مؤسسې په مالي همکارۍ د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو (۴۰۰) کورنیو ته. . .

BACK TO NEWS