د کابل ښار د (۱۳) مې ناحیې اړوند پر (۵۰) تنو مستحقو کونډو او ښځينه معلولینو باندې د مرستو وېش

asad_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۴ - ۹:۲۵
mmd

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د اړمنو کورنيو د اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه موسسې په همکارۍ، د کابل ښار په (۱۳) مه ناحیه کې پر (۵۰) تنو کونډو او ښځينه معلولینو باندې د‌ کورنۍ نانوايي د جوړولو په موخه، اړين توکي او وسایل ووېشل.

 په یادو مرستو کې (۱۸) ډوله بېلابېل وسایل او توکي په پام کې نیول شوي وو، چې هر کورنۍ ته (۵) بورې اوړه، د ګاز بالون، تنور او د ډوډۍ پخولو لپاره نور اړین وسایل، همداراز د ډوډۍ د خرڅلاو لپاره جوړې شوې غرفې او یو اندازه نغدي مرستې  ورکړل شوې.

د مرستو د وېش پرمهال د وزارت د مرکز او ولایتونو د راپورونو د تحلیل او توحید آمر محترم مولانا نورالدین صاحبزاده، د ټولنیزو خدمتونو د تنظیم ریاست استازو او د خیریه مؤسسې مسؤلينو شتون درلود او د وېش له بهیر څخه یې له نږدې څارنه ترسرهکړه.

د یادونې وړ ده چې تېره اونۍ هم د کابل ښار په (۱۵) ناحیه کې د (۵۰) تنو مستحقو کونډو سره ورته مرستې ترسره شوې وې.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۱۰:۳۷
Background image

په کندهار ولایت کې (۲۶) تنو مستحقو کسانو ته زرنج نقلیه وسایط ووېشل شول

د کندهار ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو او معلولینو لپاره د دوامداره اقتصادي ملاتړ په موخه، د یوې خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۶) تنو مستحقو یتیمانو او معلولیت لرونکو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۵ - ۹:۲۹
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت او د افغانستان د پراختیا او بیارغونې مؤسسې ترمنځ د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک شو

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د معلولیت لرونکو وګړو د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه، د افغانستان د پراختیا او بیارغونې (ARGO) مؤسسې سره د (۱۴۵) زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۶/۲۴ - ۹:۳
Background image

په فراه ولایت کې (۱۰۰) تنو مستحقو کسانو ته مرستې ووېشل شوې

د فراه ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د مستحقو یتیمانو د مالي ملاتړ په موخه د نداء الخیر مؤسسې سره په همغږۍ پر (۱۰۰) تنو یتیمانو باندې نغدي مرستې ووېشلې چې هر مستحق ته څه باندې. . .

BACK TO NEWS