د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۳/۶ - ۱۰:۴۸
mmd

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا‌ء عالي مقام د حکم پر اساس او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د وړاندیز پر بنسټ محترم ملا شیر محمد د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس په توګه د دې وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئیس محترم مولوي کلیم الله افغان لخوا اړوند کارکوونکو ته په رسمي توګه معرفي او خپلې چارې پېل کړې.

په هغه غونډه کې چې په همدې موخه د کابل ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو په ریاست کې جوړه شوې وه، په هغه کې د وزارت د مالي او اداري چارو عمومي رئيس محترم مولوي کلیم الله افغان، د کارکوونکو چارو رئیس محترم مولوي محمد موسی صدیقي، د کابل ولایت مقام د دفتر رئیس محترم الحاج مولوي محمد نور خلیل، د کورنۍ پلټنې رئيس محترم مولوي احسان الله حقاني، د اداري او خدماتو رئیس محترم مولوي سردار محمد حبیب، د معلولینو د بیاځواکمنتیا رئیس محترم مولوي عبدالنافع منتفع، د ولایتونو د همغږۍ آمر محترم مولوي عبدالرحمن فهیم، د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب روښان او د اړوند ریاست کارکوونکو حضور درلود.

محترم مولوي کلیم الله افغان د خپلو خبرو په ترڅ کې، په ادارو کې د بدلون او تبدیلۍ اهمیت ته په اشارې سره وويل چې دا چاره د ادارو د کاري ظرفیتونو په لوړولو او د چارو د ښه پر مختګ په برخه کې مهم رول لوبوي، هغه همداراز زیاته کړه: په مرکز او ځینو ولایتونو کې د رئیسانو د تبديلۍ پرېکړې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د رهبرۍ د لزوم دید او اړتياوو په نظر کې نيولو سره عملي شوي دي او اساسي موخه دا ده چې د هېواد تر ټولو اړمن قشر لپاره خدمتونه په سمه توګه او پر وخت وړاندې شي.

په دې غونډه کې محترم مولوي محمد موسی صدیقي د یتیمانو، کونډو او معلولینو تثبیت او ثبت او همدارنګه هغوی ته د میاشتني نغدي مرستو ورکول د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست له مهمو او اساسي دندو او مسؤلیتونو څخه وګڼل، د کاري پلان او دندو لایحو مطابق د سپارل شویو چارو ترسره کول، د اداري سلسلې مراتب مراعاتول، په چارو کې د بشپړې همغږۍ او همکارۍ رامنځته کول او په پوره ژمنتیا سره د دندو ترسره کول یې د هرې ادارې په بریالیتوب کې کلیدي عناصر یاد کړل.

د کارکوونکو د چارو رئیس د محترم قاري شمس الامین زهیر د ارزښتناکو خدمتونو څخه چې يې په دې ریاست کې ترسره کړي وو، هم مننه وکړه او د یاد ریاست د نوي رئیس لپاره یې د چارو په پرمخ بیولو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړه.

همداراز د کابل ولایت د مقام د دفتر رئیس محترم الحاج مولوي محمد نور خلیل د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د نوي رئیس لپاره د بریالیتوب هیله څرګنده کړه او له هغه یې وغوښتل چې د شهیدانو ورثه وو او معلولینو لپاره چې د ټولنې تر ټولو ستړی او اړمن قشر دی، خدمتونه په منظم ډول وړاندې کړي، سلسلې مراتب رعایت کړي او ورسپارل شوې چارې په دقیق او منظمه توګه او په بشپړې ژمنتیا سره ترسره کړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۲۸
Background image

په کونړ ولایت کې یو شمېر یتیمان او معلولين د فني او حرفوي برنامو له زده کړه ئيزو پروګرامونو څخه فارغ شول

د کونړ ولايت د شهیدانو او معلولینو چارو رياست د (HHRD) مرستندويه مؤسسې سره په همغږۍ شپږ میاشتې وړاندې د شهیدانو او معلولینو له کورنیو څخه (۶۶) تنو مستحقو کسانو ته د موبايل ترميم، خیاطې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۹:۱۴
Background image

په بغلان ولایت کې يو شمېر مستحقو کسانو ته نغدي مرستې ووېشل شوې

د بغلان ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د شهیدانو کورنیو د ملاتړ په موخه، د یاد ولایت اړوند پر یو شمېر مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې نغدي مرستې ووېشلې.

د‌ یادو مرستو د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۳ - ۱۰:۲۴
Background image

د هلمند ولايت ګرمسیر ولسوالۍ ته د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس سفر

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس چې د یاد رياست آمر او اجرائيه مدیر یې ملتیا کوله، ګرمسیر ولسوالۍ ته يې د سفر په ترڅ کې د شهیدانو او معلولینو چارو مدیریت څخه لیدنه وکړه، د. . .

BACK TO NEWS