د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو په رياست کې سلګونه یتیمانو، کونډو او معلولینو باندې ژمني توکي ووېشل شول

asad_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۰/۴ - ۱۰:۳۸
mmd

د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رياست د ZAF خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۳۴۶) تنو مستحقو یتیمانو، کونډو او معلولیت لرونکو وګړو ته د سوند توکي او کمپلې ووېشلې په دې ترتیب هر مستحق (۴۲۰) کیلوګرامه د سوند لرګي (۲۱۰) کیلو ګرامه د ډبرو سکاره او کمپلې ترلاسه کړې.

د مرستو د وېش پر مهال د کابل ولایت د شهيدانو او معلولينو چارو رئيس محترم قاري شمس الامین زهیر، د وزارت د نشراتو آمر محترم حافظ محمد یعقوب عبیده، د (ZFA) خیریه مؤسسې رئیس محترم ډاکټر حمیدالدین یولداش، د څارنې او ارزونې رياست استازي محترم محمد فاروق ځلاند او یو شمېر نورو کارکوونکو شتون درلود.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۵
Background image

په کنړ ولایت کې سلګونو مستحقو کورنيو باندې مرستې ووېشل شوې

د کنړ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د وطن د مرستو او پرمختګ مؤسسی سره په همغږۍ د مرکز اسعداباد په شمول سرکاڼو، منوره، وټه پور، درۀ پیج، شیګل او شلطن ولسوالیو کې (۲۰۰) تنو کونډو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۲
Background image

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت کې پر (۱۵۰) تنو مستحقو کسانو باندې مرستې ووېشل شوې

د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت د شهیدانو کورنیو او معلولینو د ملاتړ او د هغوی لومړنيو اړتياوو ته د ښې رسېدنې په موخه، د یو شمېر بهرنيو سیلانیانو په همکارۍ پر (۱۵۰) تنو مستحقو یتیمانو،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۱ - ۸:۵۰
Background image

په هلمند ولایت کې (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو ته ویلچرونه ووېشل شول

د هلمند ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د HHRD مؤسسې سره په همغږۍ د یاد ولایت په مرکز  کې پر (١٠٠) تنو مستحقو معلولینو باندې ویلچرونه ووېشل.

د یادو ویلچرونو د وېش پر مهال د. . .

BACK TO NEWS