د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئيس د یاد ولایت د احصایې او معلوماتو له رئیس سره وکتل

asad_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۵/۱۵ - ۹:۳۲

د پکتیا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو رئیس محترم مولوي محمد رسول حنفي د شهیدانو د فوتي راپورونو د اصلاح او یتیمانو ته د برېښنایي پېژندپاڼو د ورکړې په برخه کې د شته ستونزو د حل په موخه، د احصایې او معلوماتو له رئیس سره وکتل، په دې لیدنه کې د یتیمانو لپاره د پېژندپاڼو د برابرولو، د شهیدانو د فوتي راپورونو د اصلاح او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو خبرې وشوې.

په پای کې پریکړه وشوه چې د دواړو ریاستونو ترمنځ به د همغږۍ یو ټیم جوړ شي او په ګډه به چارې پر مخ یوسي، همداراز د شهیدانو د وارثینو لپاره به د پېژندپاڼو پروسه ساده او اسانه شي او د فوتي راپورونو د اصلاح لپاره به د ساحوي دفترونو له لارې خدمتونه پراخ شي، څو په یادې برخه کې شته ستونزې په بشپړ ډول هوارې شي.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۸
Background image

د شهیدانو او معلولینو چارو په وزارت کې پر (۴۰۰) تنو مستحقو کسانو باندې د مرستو وېش

د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په روژې مبارکه میاشت کې د شهیدانو کورنیو او معلولیت لرونکو وګړو د ورځنیو اړتیاوو د پوره کولو او د هغوی د لاسنیوي په موخه، د یوه ملي تجار په مالي ملاتړ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۶
Background image

په کاپیسا ولایت کې پر (۲۰۰) تنو مستحقو یتیمانو باندې د مرستو وېش

د کاپیسا ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د یتیمانو د لاسنیوي او ملاتړ په موخه، د (ZFA) خیریه مؤسسې سره په همغږۍ پر (۲۰۰) مستحقو یتیمانو باندې مرستې چې په هغه کې اختریزې ډالۍ او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۱ - ۹:۲۴
Background image

په بلخ ولایت کې په یو شمېر یتیمانو باندې مرستې ووېشل شوې

د بلخ ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست د اسلامي هوساینې نړیوالې مؤسسې سره په همغږۍ د (۹۰۰) تنو مستحقو یتیمانو لپاره د (۲) میلیونه، (۹۶۳) زره او (۷۰۰) افغانيو په ارزښت اختریزې ډالۍ. . .

BACK TO NEWS